سیاست

قاضي القضات له امريکايې سناتور سره په هيواد کې دعدلي اوقضايي پروژو په باب خبري وکړې

کابل باختر د وري  پنځلسمه

  قاضي القضات  او دسترې محکمې سرپرست پوهاند عبدالسلام عظيمي  نن دامريکا دجنوبي کارولينا دايالاتونو له سناتور  تورلينز ګراهام سره وکتل .

 دسترې محکمې يو خبرځاى باختر اانس ته وويل په دي کتنه کې دهيواد دعدلي او قضايي ارګانونودظرفيت  په باب خبري وشوي .

  په دي کتنه کې دواړو لورو دبګرام  جيل دتورنوکسانو دقضيو دڅيړني په باب دعدلي اوقضايي ارګانونو دظرفيت په باره کې خبري وکړي .

 قاضي القضات زياته کړه چې دافغانستان دقضائيه قوي دمحکمو په ګډون   عدلي ارګانونه داساسي قانون او په هيوادکې دنورو نافذو  قوانينو  په رڼاکې  په ټاکلي قانوني موده کې محکمو ته درسيدلو قضيو  په څيړنه کې عمل کوي .

 قاضي القضات دغه راز زياته کړه چې دبګرام  جيل په تورنوکسانو پوري داړوندو دوسيو  څيړنه  ترکومه ځايه پوري چې دڅارنوالۍ له لاري تعقيب شوي دي هم تر قضايي څيړنې لاندي نيول شوي دي او دوسيو په باب دتورنوکسانو  د ټولو حقوقو او ازاديو  په ساتني  اودمحاکمې داصولو دټولو موازينو په رعايتولو سره  په عادلانه  ډول قضايي تصميمونه نيول شوي دي .

  وروسته سناتور  لينز ګراهام دافغانستان ددفاع وزارت  ته دبګرام جيل دمسووليت دليږدوني په باب  دامريکا له متحده ايالاتو سره دافغانستان ددولت دوروستي موافقي  له امله خوښي څرګنده کړه  او هيله يي وکړه چې داټکل شويو ميکانيزمونو په تحقق سره دغه بهير  په خپل ټاکلي وخت کې بشپړ شي او دامريکا دولت  به دپخوا په شان دقانون دواکمنې اودعدالت دتامينولو په لاره کې  خپل مرستي اوملاتړ ته دوام ورکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته