کابل باختر دوږي نولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د جرمني د سفیر پیټر پروګل، د ډنمارک دسفیر نیکولاج پیټرسن او د ناروې د سفیر کجلتورمود پیټرسن باورلیکونه په ګلخانې ماڼۍ کې د جلاجلا تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومنل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهوررئیس یادوسفیرانو ته د نویو دندو د مبارکۍ ترڅنګ له افغانستان سره د جرمني، ډنمارک او ناروې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې او دا هېوادونه یې د افغانستان ښه همکاران وبلل.
په دې کتنه کې له افغانستان سره د اقتصاد، امنیت، سولې او ثبات، ښوونې او روزنې، ټاکنو، له تروریزم سره پر ګډې مبارزې او فساد ضد مبارزې په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا او لازمو اسانتیاو بحث او خبرې وشوې.
په پای کې د هېواد جمهوررئیس ته د دغو هېوادونو نويو سفیرانو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپلو هېوادونو د همکاریو د ژمنتیا ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې د دوه اړخیزو مناسباتو د ټینګښت لپاره به موثر ګامونه واخلي. پاى- ع