امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٨ :
اووه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په کندز ولايت کې ووژل شول او څلورتنه نور ټپيان شول.
دکندز ولايت د امنيي قوماندانۍ ويندوى سيدسرورحسيني دباخترآژانس خبريال
ته وويل: د افغان امنيتي ځواکونو د هغو ګډو عملياتو له امله چې پرون دکندز ولايت دچاردرې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د قاري شرين آغا علي خيل په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلورتنه نور چې درې تنه يې ټپيان هم دي؛ ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو عملياتوکې درې تنه پوليسان هم برسيرن ټپيان شوي دي
او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي دى.
ديادونې وړ ده چې دغه عمليات لاتراوسه پورې هم دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته