امنیت

د کورنيو چارو وزارت وايي چې دکندزښار په ځينوسيمو دطالبانوبريدونه شنډ کړاى شول

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٢  :
دکورنيو چارو وزارت ديوې اعلاميې په صادرولو سره ويلي دي چې  ډار چوونکو  طالبانو تيره شپه دکندز ښار په څو سيمو بريدونه وکړل چې دغه بريدونه  دپوليسو دځواکونوله خوا شنډکړاى شوي   اوپه ځينو سيمو کې  نښتې دوام  لري.
دکورنيو چارو  وزارت  په خبرپاڼه کې ويل شوي دي  چې   په دغو نښتو کې دملي پوليسو يو سرتيرى شهيد اوڅلور تنه نور ټپيان شوي دي او دښمن ته د سر دروند زيان اوښتى دى او داړتيا په صورت کې به  کومکي  ځواکونه کندز ته  واستول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته