فيض آباد – باختر دتلې دمياشتې ٧
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په وردوج ولسوالۍ کې ووژل شول او درې تنه نور ونيول شول .
دبدخشان ولايت امنيې قوماندانۍ ويندوى باختر آژانس ته وويل: دغه طالبان ددغې ولسوالۍ په پنج شيره کلي کې دامنيتي ځواکونو له خوا کلابند شوي وو او له امنيتي ځواکونو سره دنښتې له امله دوه تنه ووژل شول او درې تنه نوريې ونيول شول.
خبرځاى زياته کړه په دې نښته کې د يو سيمه ييز پوليس په ګډون درې تنه پوليسان ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ