امنیت

د خوشحالۍ ډزې له امله يو تن شهيد او يو بل ټپى شو

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
په پروان ولايت کې تېره شپه د يوه واده په مراسموکې د خوشحالۍ ډزو له امله يوتن شهيد او يوتن بل ټپي شو .
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير عبدالصمد زلمي د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه د پروان ولايت د ابدي باى مرزک په سيمه کې رامنځته شوې ده. 
د پروان ولايت د ملکي روغتون سرطبيب  ډاکتر محمد قاسم سنګين وايي چې د ټپي روغتيايي حالت مخ په ښه والى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته