
دمشق باختر د وږي اوولسمه :
له ادلب څخه په رپوټونو کې ويل شوي دي چې دسوريې جنګي الوتکو ددغه ولايت په ځينو سيمو چې دبشارالاسد دمخالفينو وروستۍ اډه ده بريدونه کړي دي .
په همدې حال کې رپوټ ورکړ شوې ده ولاديمير پوتين چې په تهران کې درجب طيب اردوغان غوښتنې ته چې هلې ځلې درلود په ادلب دپراخ بريد مخه ونيسي ، نه دي ويلي .
په بريتانيا کې دسوريې دبشر دحقوقو کتوونکي سازمان وايي چې دغه بريدونه دادلب په جنوب لويديځ کې دسوريې دحکومت دمخالفو جهادي ډلو په سنګرونو شوي دي .
دغه هوايي بريدونه کولاى شي دپراخو ځمکنيو بريدونو پيلامه وي . چې دسورېې ځواکونه د ايران او روسيې په ملاتړ چمتو شوي دي . چې ادلب له وسله والو مخالفينو څخه بيرته ونيسي .
دترکيې جمهور رييس پرون په تهران کې له خپلو ايراني او روسي سيالانو حسن روحاني او ولاديمير پوتين سره وکتل هلې ځلې کوي چې په ادلب دپراخ بريد چې درې مليونه ملکي وګړي پکې ژوند کوي مخه ونيسي . او خبر دارى ورکړ چې دغه بريد کولاى شي دانساني ناتار سبب شي .
له دې سره جوخت له ادلب څخه خبرورکړ شوې ده چې ددغه ولايت په زرګونو تنو اوسيدونکو پرون دجمعې له لمانځه وروسته مظاهرې وکړي او غوښتنه يې کړې ده چې دنړيوالو بنسټونو تر ساتنې لاندې ونيول شي .
ختم_ ج _ اکرم