امنیت

دوه تنه افغان پوځيانو دطالبانو له خوا شهيدان شول .

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٠
وسله والو طالبانو نن سهار په نورستان ولايت کې  دوه تنه افغان پوځيان شهيدان کړل.
په روح الدين اومحمداسحاق چې خپلوان  و نن بهار ددغه ولايت دبرګ متال په ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو له خوا بريد وشو او شهيدان شول .
دنورستان ولايت دملي امنيت رييس ددغو پوځيانو ترور تاييد کړ او ويې ويل چې هغوي دلوې لارې دپوليسو او سيمه ييزو پوليسو لپاره کارکاوه.
ددغه سيمه ييز مقام دڅرګندونو له مخې :  طالبانو ددغو پوځيانو په کورنو په بريد سره هغوي شهيدان کړل .
دنورستان سيمه ييز مسوولين وايي  ديرغلګرو دپيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوى دي .
څو ورځې مخکې په نورستان ولايت کې دپوليسو يو سرتيرى چې غوښتل يې دکونړ ولايت اوله هغه ځايه دجلال آباد ښارته  لاړشي د لارې په اوږ دوکې دطالبآنو له خوا شهيدکړاى شو.
دافغانستان په ختيځ کې د نورستان ولايت له پاکستان سره د  درې سوه شلو کيلو مترو په اوږ دوالي دګډې پولې په لرلو سره تل دطالبانو او دپاکستاني جګړه مارانو په ګډون د ترورستي ډلو دشتون او فعاليت ډګر و .
ددغه ولايت مواصلاتي لاره د ترورستي ډلو له خوا دخلکو پرمخ تړل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته