سیاست

جمهورريیس د افغانستان لپاره د نړیوال بانک له مسوول سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

کابل/ د غبرګولي ۲٣ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون ماخوستن د مخکېنیو غونډو په دوام د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د مسوول هینري کرالي په مشرۍ پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغه ویډیو کنفرانس کې د نړیوال بانک له لوري د افغان حکومت د برنامو په ځانګړي ډول له کرونا ویروس سره د اغېزمنې مبارزې، د کرونا وبا له امله د منفي اقتصادي اغېزو د کمولو، پر بې وزلو کورنیو د مرستو بستو د وېش او نورو هر اړخیزو ملي برنامو د تمویل او ملاتړ په اړه بحث او خبرې وشوې.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مسوول هینري کرالي وویل: له کرونا ویروس څخه پر اغېزمنو شویو کورنیو باندې د منفي اغېزو راکمولو لپاره نړیوال بانک د افغانستان  حکومت د ټولو مهمو ملي برنامو ملاتړ کوي.#
پاى / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته