کابل باختر د وږې دمياشتې دويمه :
د ملي اردو منسوبينو پرون دچاڼيزو عملياتو په بهير کې يو شمير وسله وال مخالفين ووژل ، يو شمير يې ټپيان او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړل . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي :
دکندز ولايت په مربوطاتو کې د ملي اردو دځانګړو عملياتو د فرقې ديو جزوتام دچاڼيزو عملياتو په بهير کې يو وسله وال مخالف و وژل شو ، يو تن ټپي او څلور تنه نوريې ونيول شول .
د دغو عملياتو په بهيرکې دوسله والو مخالفينو يو ستر مرکز ويجاړ او له ٢٥٠ ګوليو سره يوه پيکا او دهاوان يو ماين ترلاسه شوى دى .
په همدې ډول د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو منسوبينو دطوفان ٢٦_ عملياتو په بهير کې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او څلور تنه نوريې ونيول شول .
دغه راز دملي اردو د منسوبينو د ننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيزعمليات ترسره کړل چې په بهير کې يې درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول .
د يوبل خبرله مخې دهلمند، ننګرهار او دفراه د ولايتونو په مربوطاتو کې وسله والو مخالفينو له خوا دښخ کړى شويو ماينونو دچاودنو له امله دملي اردو دوه تنه منسوبين ټپيان شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل