امنیت

ديولړ عملياتو په بهير کې شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر دغبرګولي نهمه :
په قندهار ولايت کې تيره شپه د ٢٠٥ اتل قول اردو دځواکونو دمحاربوي او چاڼيزو عملياتوپه بهير کې شپاړلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن محمد محسن سلطاني دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات دملي اردو دځواکونوله خوا دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل :دغه راز ددغو عملياتوپه بهير کې وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل چې  څلور ويشت  ډول ډول ماينونه ، پاکستاني تومانچې ، درې لاسي بمونه  په سلګونو ګولۍ  او ډول ډول وسلې پکې شاملې دي هم دملي اردو دځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته