امنیت

تنه وسله وال طالبان په بادغیس ولایت کې ووژل شول .

قلعه نوباخترد وږي ۱۳
د بادغیس ولایت د سبزک د غا ښي په ساحه کې تیره شپه د پولیسو په پوستې د وسله والو طالبانوبرید په شا وتمبول شو .
په دې برید کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د بادغیس د والي ویاند جمشيد شهابی د باختراژانس خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانوله دوواستقامتونوڅخه د سبزک د غاښي په ساحه کې برید وکړچې د پولیسو له مقاومت سره مخامخ شول .
ده وویل چې په دې جګړه کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او یوشمیر نورټپیان شول او دغه راز دوتنه پولیسان شهیدان او درې تنه نورټپیان شول ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته