امنیت

څلور تنه طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
طالبانو غوښتل د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په امنيتي پوستو بريدونه وکړي چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول چې په پاى کې څلور تنه يې ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بريدونه د وسله والو طالبانو له خوا د چپرهار ولسوالۍ د غور آباد په سيمه کې په امنيتي پوستو ترسره شول چې دامنيتي ځواکونو په متقابل بريدکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول.
مشرقيوال زياته کړه: د دغې جګړې په بهيرکې څلور پوليسان هم ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته