سیاست

په کابل کې د پاکستان سفير د سيدفضل الله وحيدي د تښتونې په اړوندو د بهرنيو چارو وزارت ته وغوښتل شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٥
د بهرنيوچارو وزارت سرپرست حکمت خليل کرزي نن سهار په کابل کې دپاکستان د اسلامي جمهوريت سفير سيد ابرارحسين د بهرنيو چارو وزارت مقرته وغوښته او د پاکستان په اسلام آبادکې يې د هرات د پخواني والي سيد فضل الله وحيدي د تښتونې په اړوند د خپلې ژورې انديښنې مراتب شريک کړل .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د دغې پيښې په سختې غندنې سره څرګنده کړه: د دې په پام کې نيولو سره چې ښاغلى وحيدي د افغانستان يو مهم شخصيت دى او دغه پيښه په امنه سيمه او د پاکستان د اسلامي جمهوريت په پايتخت کې رامنځته شوې ده، د افغانستان اسلامي جمهوريت د پاکستان له اسلامي جمهوريت څخه غواړي چې له ټولو امکاناتو او وسايلو څخه په استفادې سره دې د انسان تښتوونکې ډلې د پيژندلو او د ښاغلي وحيدي په خلاصون کې سملاسي او جدي اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته