امنیت

دهېواد په جنوب کې يوه پوځي په خپلو همسنګرانو مرګانۍ بريد .

کابل باختر د  مرغومي  نهمه :
دهېواد په جنوب کې  په خپلو همسنګرانو  ديوه  سرتيري بريد له امله درې تنه پوځيان ووژل او څه ناڅه دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه دجمعې په ورځ ناوخته دقندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې دافغان پوځيانوپه  يوې پوستې کې وشوه .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې پيښې له امله دملي اردو يو افسر او دوه تنه سرتيري ووژل شول او دوه تنه نور پوځيان  ټپيان شول .  ټپيان په ميوند ولسوالۍ  کې له تروريزم سره دمبارزې او مخابرې مديران بلل شوي دي .
مقاماتو ديرغلګر پوځي دبرخليک په باب څه نه دي ويلي .
تراوسه پورې روښانه نه  ده  چې  يرغلګر دکومې ډار اچوونکي ډلې غړى دى اويا داپيښه جنايي  اړخ  لري .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته