امنیت

په سمنګانو کې جنايي جرمونو کمښت موندلى دى

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٩مه 
په سمنګانو کې د جنايي جرمونو کچه ټیټه شوې ده.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونمل نظيف الله خرمي باختر آژانس ته وويل چې د جنايي جرمونو پېښې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتوکې د تېر کال په پرتله په ۶۰ سلنه کمښت موندلې دي.
خرمي زياته کړه چې په روان کال کې د سمنګانو په کچه د جنايي جرمونو ۱۰۰ قضيې ثبتې شوې دي او په دې اړوند ١٣٣ مشکوک کسان نيول شوي دي.
په داسې حال کې چې د تېر کال په لومړيو درېيو مياشتوکې  ١٦١ جنايي پېښې په دغه مديريت کې ثبتې شوې وې او ١٥٣ کسان پخوا د دغو قضيو په اړوند نيول شوي وو.
خبرځاى زياته کړه چې په دغه ولايت کې دجنايي جرمونو دکمښت علت دقانون تطبيق  او د اړوندو مسوولينو له خوا د جنايي پيښو څېړنه ده.
خرمي له خلکو څخه وغوښتل چې د عدالت په تامين او د اداري فساد د جرړو په ایستلوکې همکاري وکړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته