سیاستTOP

جمهوررييس غني په دوه ورځني رسمي سفر ازبکستان ته لاړ

کابل/ د چنګاښ٢٤مه / باختر
جمهور رييس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د منځنۍ او جنوبي آسيا سيمه ييز اتصال ، فرصتونه او ننګونې تر سرليک لاندې بين المللي کنفرانس کې د ګډون په موخه نن سهار ازبکستان ته لاړ.
جمهوررييس غني به په ياد کنفرانس کې پر ګډون او وينا سربيره د ازبکستان جمهوررييس شوکت ميرضيايف او په کنفرانس کې د ځينو هېوادونو ګډون کوونکو استازو سره په جلاجلا کتنو کې د نوي فصل په چوکاټ کې له افغانستان سره د دوستانه او دوامداره اړيکو او په بېلابېلو برخو کې دهمکاريو پر پراختيا بحث او خبرې وکړي.
دهېواد جمهور رييس په دې دوه ورځني سفر کې د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر، د ماليي وزارت سرپرست محمد خالد پاينده او د جمهوري رياست د عالي مقام دفتر رييس عبدالمتين بيک هم ملګرتيا کوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته