ټولنه

په افغانستان کې ۸۵ فیصده وحشي ژوي له منځه تللي دي

ګردیز باختر د کب د میاشتې ۲۲ مه
د پکتیا ولایت د چاپيریال ساتنې ادارې مسوولین وايي چې په هېواد کې د وحشي ژویو د ښکارکولو او پلورلو له امله پنځه اتیا فیصده وحشي ژوي له منځه تللي دي.
د دغې ادارې رئیس انجینر فرید صدیق یار په ټوله کې د هېواد له ټولو وګړو او په ځانګړې ډول د پکتیا میشتو څخه غوښتنه کوي چې د وحشي ژویو د ښکار کولو او نیولو څخه ډډه وکړي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس محمد الدین مومند هم وحشي ژوي ډېر با ارزښته بلي او د ښکار کولو د مخنیوي غوښتنه کوي.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې، دغه څرګندونې په پکتیا ولایت کې د وحشي ژویو د ژوندانه د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وشوې.
په دې غونډه کې ګڼ شمېر نورو ویناوالو هم د وحشي ژویو په ارزښت خبرې وکړې او د ژویو د ښکار، پلورلو او نیولو څخه یې د مخنیوي غوښتنه وکړه.
جګړه، بېوزلي، د ځنګلونو وهل، د ټکنالوژۍ چټکتیا، د هوا ککړتیا او په چټکتیا سره د ښاري سیمو پراختیا هغه لاملونه دي، چې د وحشي ژوو د ژوند کړۍ یې تنګه کړې ده. پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته