نړۍ

د يونان ټاپوګاڼو ته د پناه غوښتوونکو شمېر په سلوکې ٩٠ کمښت موندلى دى

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
د اروپا د اتحاديې د مهاجرت د ادارې مقاماتو ويلي دي: د هغو پناه غوښتوونکو شمېر چې د اپريل په مياشت کې د يونان ټاپوګانو ته رسيدلي دي؛ دمارچ د مياشتې په پرتله په سلوکې نوي کمښت موندلى دى .
د دغې ادارې د مقاماتو دڅرګندونو له مخې: د هغو پناه غوښتوونکو شمېر چې د روان کال د يوې مياشتې په بهيرکې د يونان د لسبوس ټاپو ته رسيدلي دي؛ له هغه شمېر څخه کم دى چې تېرکال يوازې په يوه ورځ کې دغې ټاپوته ورسيدل.
زياتره دغه پناه غوښتوونکي سوريې اتباع دي .
د خبريالانو دڅرګندونو له مخې: د هغو عواملو له جملې څخه چې د پناه غوښتوونکو د شمېر له کمښت سره يې مرسته کړې ده؛ کولاى شو د اروپا د اتحاديې او د ترکيې د موافقې او دغه راز هغه سخت کنترول ته اشاره وکړو چې مقدنيې له يونان سره په ګډه پوله کې عملي کړى دى .
په همدې حال کې د آلمان  د استازو مجلس (بوند ستاګ)يوه داسې طرحه تصويب کړې ده چې د الجزاير، تونس او د مراکش هېوادونه، خوندي هېوادونه بولي. دغه لايحه د وروستي تاييد لپاره بايد د مشرانو جرګې (بوند سترات )له خوا تصويب شي.
د دغې طرحې وروستى تصويب د دې مانا لري چې د دغو هېوادونو داتباعو غوښتنې نه منل کيږي. د بشر د حقوقو مدافعو ډلو په دغه اقدام نيوکه کړې ده خو د آلمان دکورنيو چارو وزير ويلي دي: د زياترو هغوکسانو دلايل چې له دغو دريو هېوادونو څخه آلمان ته ځي؛ له پناه غوښتنې سره کومې اړيکې نه لري.
آلمان د روان کال د جنوري له مياشتې څخه د پناه غوښتنې قوانين لاپسې سخت کړي دي چې موخه يې د پناه غوښتوونکو له څپې سره مقابله ده. تېرکال څه ناڅه يو مليون تنه پناه غوښتوونکي آلمان ته ورسيدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته