کابل باختر دليندي شپږمه
په فارياب ولايت کې طالبانو د يوې غيرحکومتي موسسې شپږتنه کارکوونکي په ډزو سره ووژل .
په دغو کارکوونکو چې د اکسيد موسسې ته يې کار کاوه؛ نن سهار هغه وخت چې له ميمنې ښارڅخه دالمارولسوالۍ ته روان وو؛ دميمني ښار د هرات ساحې دکمربند په دوه کيلومتري کې طالبانو ډزې وکړې او ووژل شول .
دفارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال محمدنعيم باخترآژانس ته وويل: طالبانو ددغې موسسې دکارکوونکو د سپرلۍ دموټر له تم کيدو وروسته پرهغوى ډزې وکړې چې شپږ تنه يې ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ