امنیت

په شينډنډ کې د امنيت د ټينګښټ لپاره هلې ځلې

کابل-باختر د کب دمياشتې ٢٥
د هرات ولايت امنيه قوماندان وايي چې امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي ترڅو په شينډنډ ولسوالۍ کې امنيتي حالت ښه کړي .
دهرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالمجيد روزي له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: امنيتي ځواکونو په شينډنډ ولسوالۍ کې ځانګړي ګډ عمليات پيل کړي دي چې تر اوسه پورې د دولت په لسګونو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ده د دې ټکي په بيانولو سره چې امنيتي ځواکونه په ټول توان سره د مخالفينو په وړاندې په هر نامه چې وي؛ دقانون پرخلاف فعاليتونه ترسره کړي؛ مقاومت کوي او د شينډنډ، ګلران او پښتون زرغون په ولسواليوکې عمليات زيات بريالي و او د طالبانو پيژندل شوي کسان هم پکې وژل شوي دي .
ده ډاډ ورکړ چې ډير ژر به د شينډنډ حالت په ګټور ډول بدلون وکړي او خلک کولاى شي خپل عادي ژوندانه پيل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته