امنیت

اته تنه وسله وال طالبان د هوايي ځواکونو په بريدکې ووژل شول

کابل باختر د زمري اتمه :
اته  تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه د فراه ولايت ته څېرمه او د بالابلوک په ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي کې بريدونه وشول . .
  د هېوادپه لويديځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل  چې په دې هوايي بريدکې اته تنه  وسله وال طالبان وژل شوي دي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: وسله والو طالبانو د يولړ خونړيو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو .
ويل کيږي په دې بريدکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د طالبانو يو پټنځي هم دړې وړي شوى دى.
ختم _ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته