دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون اووه ويشت کيلوګرامه هيروئين ترلاسه کړل .
دشمشاد د ٢٠٢ دساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر خبر ورکړ : دغه توکي دليږدونې په مقصد په يو لمبر پليت پرته کرولا موټر کې ځاى پرځاى شوي وو، په دې باب د پوليسو تحقيقات دوام لري .
ديوبل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت په مربوطاتو کې پرون ددوو مقناطيسي ماينونو دچاودنې له امله دتيلو دوه ټانکرونه وسوځيدل .
دغه ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا دتيلو په دوو ټانکرونو کې لګول شوي وو وچاوديدل چې له امله يې دواړه ټانکرونه وسوځيدل . ددغې پيښې له امله چاته زيان نه دى اوښتى .