ټولنه

د کابل د نوې ښار له پارک څخه د زرو بېځايه شويوکورنيو د لېږدونې بهير پاى ته ورسېد.

کابل /دتلي ١٨مه /باختر
خپلو اصلي سيموته د هېواد د ولايتونو د ٢٥٥بېځايه شويوکورنيو په لېږډونې سره د کابل د نوې ښار په پارک کې د سروې شويو بېځايه شويوکورنيو پروګرام پاى ته ورسېد.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د بلخ، کندز، سمنګانواود سرپل ٢٥٥بېځايه شوي کورنى خپلو اصلي سيمو ته ولېږډول شوې.اود کابل د نوې ښار په پارک کې د ١٠٠٥ سروې شويو کورنيو د لېږډونې پروګرام پاى ته ورسېد.
د مهاجرينو د راستنولو چارو د وزارت مالي اواداري معين ارسلاخان خروتى د کابل له نوې ښار څخه د بېځايه شويو د وروستۍ کاروان د روانېدو په وخت کې وويل چې د دغه وزارت د پروګرام له مخې په دې سيمه کې د سروې شويو بېځايه شويو کورنيود لېږدونې بهيرپاى ته ورسېد.
هغه زياته کړه، په هرې کورنى د يونين ايد اود افغان رضاکاروميرمنو د بنسټ له خوا لس لس زره افغانۍ نغدې پيسې او د چشم اميد ترکيې موسسې يوه اندازه خوراکي توکي مرسته کړې ده.
خروتي د همکارو موسسو څخه په قدرداني سره وويل چې په خپلواصلي سيموکې د بېځايه شويو لپاره د ژوندانه د ښو شرايطو د برابرولو په اړه له خيريه بنسټونوڅخه هم خبرې کړي دي .
د يونين ايد د موسسې مسوول امجدصافۍ مستحقوکسانو ته په خپل وخت د مرستود رسولو په خاطرد خپلوهمکاريو د دوام ژمنه وکړه.
د يوبل خبرله مخې؛ د کابل د ازادى له پارک څخه ٢٠٠ بېځايه شوې کورنى خپلواصلي سيموته ولېږدول شوې.
د کابل د مهاجرينود چارو رييس قاري عبدالمتين رحيمزى وويل: د مهاجرينوپه چاروکې د ملګروملتو عالي کميشنرۍ له هرې کورنى سره دوه دوه سوه ډآلره مرسته کړې ده اودغه راز د الکوزى شرکت د هغوى د غرمې اوشپې ډوډى برابر کړې ده .
هغه له مرستندويوموسسوڅخه په قدردانى سره وويل: دهغو نورو بېځايه شويوکورنيو سروې چې د کابل په بېلابېلوسيمو کې د خپلو دوستانو په کورونو او يا په کرايي کورونوکې ژوند کوي د مرستندويو موسسو په همکارى پيلوي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته