امنیت

اته تنه ډار اچوونکي په کندز کې دکوماندو دځواکونو په بريد کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  څلور ويشتمه :
په کندز ولايت کې دکوماندو دځواکونو په ناڅاپي  بريد کې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړه نن سهار دکندز په شمال کې هغه وخت ونښته چې دکوماندو ځواکونو دطالبانو په يوه پټنځي بريد وکړ .
دکوماندو دځواکونو وياند احمد جاويد سليم باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول 
ده وويل چې دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريد پرې وشو . ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان  نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته