کابل/ د وږي ۱۵مه/ باختر
په خواشینۍ سره مې اطلاع حاصله کړه چې د علیزیو دروند قوم مشر الحاج محی الدین خان د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو. الحاج محی الدین خان د جرګو او مرکو سړی و او له خپل ولسي نفوذ او محبوبیت څخه په استفادې یې تل د ولسونو د یووالي، نېکمرغۍ او سوکالۍ لپاره هلې ځلې کولې او د بېلابېلو دولتي دندو پرمهال یې هم د هیواد او هیوادوالو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره د قدر وړ خدمتونه وکړل. هغه د ملي ګټو او نظام ټینګ ملاتړی و، مړینه یې یوه ضایعه ده. د ارواښاد الحاج محی الدین خان کورنۍ، دوستانو، د علیزیو معزز قوم مشرانو او د هلمند درنو ولسونو ته د نوموړي د وفات له امله خپل د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب څرګندوم،ارواښاد ته دې خدای تعالی جنتونه نصیب کړي. امین یا رب العالمین
3 1 دقیقه لوستل