نړۍ

امريکا روسيې ته د پوځي بريدګواښ وکړ

واشنګتن باختر دکب  دولسمه :
د امريکا د بهريو چارو وزير جان کري د اوکراين دکړکيچونوله زياتوالي او دمسکو له دريځ وروسته روسيې ته د پوځي بريدګواښ وکړ.
د امريکا د بهرنيوچارو وزير جان کري پرون په يوه مرکه کې وويل: که چيرې شرايط وغواړي د مسکو پرخلاف له اقتصادي بنديزونوڅخه نيولى د پوځي عملياتو تر اقدام پورې ټول انتخابونه د ميز پرمخ دي.
له دويمې نړيوالې جګړې وروسته دا لومړى ځل دى چې يو جګپوړي امريکايي مقام روسيې ته د پوځي بريد ګواښ کوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير زياته کړه: ټول نړيوال هيله لري چې د اوکراين پيښې  د پوځي مخامخ کيدو پورې اړوند د تاوتريخوالي شاهد نشى. خو د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين نه شي کولاى اوس د نولسمې پيړۍ په شان چلند وکړي او د اوکراين له دولت سره په مبهمو او پوچو پلمو وجنګيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته