سیاستTOP

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د اروپا د سولې انستېتیوت له اجرایي رییس سره وکتل

کابل / د کب ۱۰ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن مازیګر د اروپا د سولې انستېتیوت له اجرايي رییس مایکل کتینګ سره په سپیدار ماڼۍ کې وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د رییس الوزرا‌ سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د اروپایې ټولنې له مرستو په مننې په راتلونکي کې پر اروپایې ټولنې سربېره له نړیوالو او مرستندویه ارګانونو سره د ښو مناسباتو لرلو هیله وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې تاسې د یوه ازاد ارګان په توګه کولای شئ د متقابل درناوي پر بنسټ د افغانستان اسلامي امارت، اروپایي هېوادونو او نړیوالو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د ښه کېدو په خاطر د درېیمګړي رول ولوبوئ، ځکه اسلامي امارت له نړۍ او ټولو ګاونډیانو سره نېکې او حسنه اړیکې غواړي.
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، د اسلامي امارت له راتګ مخکې په افغانستان کې زیاتې ستونزې موجودې وې؛ خو د اسلامي امارت په راتګ سره خلک د امنیت له تامین خوښ دي. په وینا یې اروپایي ټولنه دې ډاډه اوسې چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد استعمال نشي.
په همدې حال کې د اروپا د سولې انستېتیوت اجرايي رئیس له اروپایې ټولنې او نړیوالو سره د افغانستان اسلامي امارت د اړیکو ښه کېدو ته په اشارې وویل: که څه هم ځینې ستونزې شته؛ خو د اړیکو د ښه والي په خاطر له یوه بل سره هر اړخیزې خبرې او همکاري اړینه ده.
مایکل کتینګ زیاته کړه: په تېرو ۴۳ کلونو کې افغان ملت جنګ ځپلی او اوس د دې وخت رارسېدلی چې په سوله کې ژوند وکړي، په خبره یې اروپایي هېوادونه هم غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته