امنیت

دنشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي ونيول شول .

کابل باختر دلړم دويمه :
دوه تنه  له هېواد څخه بهر ته دڅلورو کيلوګرامو نشه يي توکو  دليږدونې په تور  دمولانا جلال الدين محمد بلخي له هوايي ډګر څخه ونيول شول .
دمولانا  جلال الدين محمد بلخي  دنړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسو يو مسوول  خبريالانو ته وويل چې دغه  دوه تنه دغه نشه يي توکي  په ماهرانه ډول په خپلو سفري بکسونو کې ځاى پرځاى کړي و  چې دپلټنې په بهير کې دسرحدي پوليسو له خوا کشف شول .
ده وويل  له نيول شويو کسانو څخه دپوليسو تحقيقات دوام لري .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته