کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
په بادغيس ولايت کې يوه ځوانه ميرمن د خپل ميړه له خوا ووژله شوه
دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبيد الله دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه ځوانه ميرمن دمقر ولسوالۍ دتاجکانو په کلي کې دتاجکانو دکلي دپرمختيايي شورا درييس محمد افضل له خوا دتومانچې په ډزو سره وژله شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل: محمد افضل دپوليسو له خوا نيول شوى او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى .
دمقر ولسوالۍ امنيه قوماندان ددغې وژنې علت کورنۍ تاوتريخوالي بللى دى . دغې ميرمنې يو زوى اويوه لور هم لرل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ