نړۍ

په پاکستان کې داعدام دتعليل دلغو کولو له وخت څخه تراوسه پورې دوه ويشت تنه اعدام شوي دي .

اسلام اباد باختر د سلواغې پنځلسمه :
داعدامونو داجراکولو له بيا پيلولو وروسته په نږدې يوه نيمه مياشت کې  پاکستان تراوسه پورې په ټوليزه  توګه داعدام دوه ويشت حکمونه عملي کړي دي .
  دپاکستان دکورنيو چارو وزارت پرون  اعلام وکړ سربيره پردې هغه مجرمين هم اعدام  شوي دي چې  دبمي بريدونو په دليل محکوم شوي و .
  پرون لومړى دوه تنه دکراچۍ په ښارکې ديوشيعه  مذهبه ډاکتر  دوژنې په جرم اعدام شو، په پام کې دي چې په زرګونو تنه نور محکوم کسان هم اعدام شي .
  په پاکستان کې ترپوره شپږو کلونوپورې داعدام دجزا  اجرا کول ځنډول شوي و .
  له هغه وروسته  چې افراطي  طالبانو دروان کال  دمرغومي په مياشت کې  په يوه ښوونځي کې يوسلو پنځوس تنه  ووژل ، دپاکستان حکومت داعدام تعليل لغو کړ .
  دپاکستان دحکومت  دمعلوماتو له مخې ، څه ناڅه  اته زره  تنه ددغه هيواد داعدام په سلونونو  کې شپې سبا کوي چې په سلوکې نږدې ديرش  يې دتروريستي  عملونو په جرم  په اعدام  محکوم شوي دي.
  په همدې حال کې دملګروملتو سازمان او داروپا  اتحاديې له پاکستان څخه غوښتي دي چې اعدامونه دې بيا بند کړي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته