اقتصاد

په بلخاب کې دشلو کيلومترو په اوږدوالي سړک جوړيږي .

کابل باختر د ليندى  يوولسمه :
په سرپل کې دشلو کيلومترو په اوږدوا لې دسړک دجوړولو کار پيل شو .
ددغه سړک دجوړولو کار پرون د کليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دکليوالي  لارې جوړولو دملي پروګرام له لارې دسرپل ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې پيل شو.
دسرپل ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا  رييس احمد جاويدجاويد دباختراژانس  خبريال ته وويل  چې دغه سړک ددغه ولايت په کوزبلخاب  کې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دکليوالي لارې  جوړولو دملي پروګرام  له پرمختيايي بودجې څخه  دپنځو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي چې څلويښت کلي له يوبل  او دبلخاب ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي . او د څه دپاسه لسو زرو کورنيو ستونزې لرې کوي .
داپه داسې حال کې ده چې پخوا هم دسرپل ولايت  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست مسوولينو دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دکليوالي لارو دجوړولو دملي پروګرام له لارې ددغه ولايت دکوهستاناتو ، صياد او ګوسفندي په ولسواليو کې دپنځه ديرشو  کيلومترو په اوږدوالي دسړک دجوړولو  کار دبشپړولو خبر ورکړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته