دشمال ولايتونو دفوټبال سيالۍ سبا په بلخ ولايت کې پيليږي .
دهيواد دفوټبال دفدراسيون درسنيو مسوول احمد شاه ساير نن دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې په دغو سياليو کې به د فارياب ، سرپل ، سمنګانو ، بلخ اوجوزجان دولايتونو ټيمونه ګدون وکړي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې تراوسه پورې دمرکز له زون څخه دپنجشير ټيم او دشمال ختيځ له زون څخه دبدخشان ټيم دزونونو داتلانو سياليو ته چې وروسته پيليږي لاره موندلي ده .