کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
دزمري دمياشتې داته ويشتمې دجام دباسکتبال لوبې پيل شوې .
دغه سيالۍ دهرات ولايت دورزش د امريت له خوا او دهرات ښاروالۍ په همکارۍ او دافغانستان دمدافعانو په ملاتړ د هېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو داته نوي يمې کاليزې دهرکلى په خاطر پيل شوي دي .
دهرات ولايت دورزش دادارې مسوول باختراژانس ته وويل چې دباسکتبال دغه سيالۍ دهرات ښار او دهرات دښاري شورا داتلسو کلپونو او دکابل ، قندهار ،بلخ ، ننګرهار او دهلمند دولايتونو دورزشي ټيمونو ترمنځ پيل شوي دي .
ده ددغوسياليو موخه دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې پرتمينه نمانځنه او دپوځيانو ملاتړ وباله او ويې ويل چې په دغوسياليو کې به دهرات دباسکتبال غوره څيرې هم وپيژندلې شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ