کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په غنډۍ کلي کې نن سهار په يوه کورکې د هاوان د لګيدو له امله دوه تنه ميرمنې شهيدانې شوې او درې تنه ماشومان ټپيان شول .
د غزني د والي وياند سباوون کوهستاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: په هغې جګړه کې چې د پوليسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ ونښته؛ د ډار اچوونکو يوه ګولۍ د استوګنې په يوه کور ولګيده چې له امله يې دوه تنه ميرمنې شهيدانې شوې او درې تنه ماشومان ټپيان شول .
7 د یوې دقیقې څخه لږ