امنیت

په غور ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ د نښتې له امله څلور تنه ووژل شول

چغچران – باختر د وږي دمياشتې ٢٦
په غور ولايت کې پرون مازيګر د دوو قومونو ترمنځ دنښتې له امله څلور تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
دغو ولايت امنيه قوماندان سمونوال دلاورشاه دلاور باختر آژانس ته وويل: د بايند او د کرسي قومونو ترمنځ نښته دغور ولايت په تيورې ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې دواړو لورو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
دلاورشاه وويل: په دې نښته کې دوه تنه له بايند قوم څخه او دوه تنه له کرسي قوم څخه وژل شوي او له دواړو لور څخه درې تنه ټپيان يې دي .
ده زياته کړه: په دې نښته کې دواړو لور د يوبل افراد هم اسيران کړي دي خو دقيق شمير يې معلوم نه دى.
دلاورشاه وويل: د نښتې اصلي علت قومي دښمني دى چې له پخوا کلونو څخه ددغو دوو قومونو ترمنځ شته.
امنيه قوماندان وويل : اوس جګړه د پوليسو په مداخلې سره بنده شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته