اقتصاد

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عينکو مس د کان د لرغونو آثارو د پروژې د ترلاسه کيدو په لټه کې دى

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٠
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهنوال محمد رسول باوري په مشرۍ نن د عينکو مس د کان د لرغونو آثارو د پروژې د ليږدونې په خاطر غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې غونډه کې چې د کانونو او پټروليم وزارت د پاليسۍ او تخنيکي معينيت د سرپرست مير احمد قاسمي او د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم د وزارتونو د لرغونپوهنې د يو شمېر ماهرانو په ګډون جوړه شوې وه؛ د عينکو مس د کان د لرغونو آثارو د پروژې د ليږدونې په خاطر د همغږۍ په باب خبرې اترې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين څرګنده کړه چې د غونډې هدف د سندونه، ماشينرۍ، اثاثيې او د لابراتوار په ګډون د عينکو مس د کان د لرغونو آثارو د پروژې ليږدونه ده .
ده زياته کړه: پخوا دغه پروژه د کانونو او پټروليم وزارت تر څارنې لاندې وه او په دې غونډه کې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د هغې د ليږدونې لپاره د زمينو د برابرولو د څرنګوالى په باب خبرې اترې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې برخه والو د دې ترڅنګ چې په دې باب خپل پروګرامونه وړاندې کړل؛ د کانونو او پټروليم له وزارت څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د عينکو مس د کان د لرغونو آثارو د پروژې د لاښه ليږدونې په خاطر خپلې نظريې او پيشنهادونه طرحه کړل.
دغه راز په غونډه کې څرګنده شوه چې په تېرو اتو کلونوکې د عينکو مس دکان په ساحه کې د لرغونو آثارو د کيندونو کار څرنګه چې هيله يې کيده؛ نه دى ترسره شوى.
د غونډې په پاى کې پريکړه وشوه چې د دغې پروژې د ليږدونې د بهير د ښه همغږۍ په خاطر په نږدې راتلوونکې کې د اطلاعاتو او فرهنګ او د کانونو او پټروليم د وزارتونو او دغه راز د نړيوال بانک او د يونسکو د موسسې د مسوولينو او استازو په ګډون غونډه جوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته