کابل باخترد ثور اتلسمه :
٤ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په غزني ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول . د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند فضل خدا ابراهيم خيل باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دغزني ولايت د قره باغ او داندړو دولسواليو په مربوطاتو کې دناتو دهوايي بريد په نتيجه کې ووژل شول .
ده زياته کړه په دې هوايي بريد کې اووه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او دهغوى يو سراچه ډوله موتټر له منځه يوړل شو .
ختم_ ج _ اکرم