کابل باختر د غبرګولي ٢٧مه :
دننګرهار ولايت په لسګونو تنو بزګرانو ته دکرنيزو ځمکو د اوارولو دستګاوې وويشلې شوې .
دننګرهار والي شاه محمود مياخيل وايي چې ددغو دستګاوو ويشل به دکرکيلې له ښه والي سره مرسته وکړي .
په دې دوره کې په ٨٤ تنو بزګرانو دزراعتي ځمکې د اوارولو دستګاوې وويشلې شوې .
دکرنې اواوبو لګولو وزارت معين حشمت الله غفوري دباختراژانس خبريال ته وويل دغه دستګاوې ددغه وزارت له خوا د ٣ ٥ مليونو افغانيو په لګښت برابرې شوې دي .
بزګرانو دزراعتي ځمکو داوارولو ددستګاوو له ترلاسه کولو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې دغه دستګاوې دکرکيلې بهير دوى ته اسانه کوي .
ختم_ شکريه _ اکرم