امنیت

لوى درستيز : يوه وسله هم نده پلورل شوې

کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
د ملي دفاع وزارت :  په  ډاراچوونکو باندې دامنيتي ځواکونو له خوا د وسلو پلورل  بې بنسټه دي.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛  د ملي دفاع وزارت  لوى درستيز ديکشنبې په ورځ  په کابل کې  د پوځي زده کړو په مرکز کې د اردو  د زرو تنو سرتېرو د فارغېدو په مراسمو کې وويل ؛  هغه  اندېښنې چې د امنيتي ځواکونو له خوا په ډاراچوونکو وسلې پلورل  کېږي  بې بنسټه دي  او که کوم سرتېرى دغه عمل ترسره کړي   عدلي اوقضايي بنسټونو ته به معرفي شي .
لوى درستيز جنرال شريف يفتلي دغه راز وويل ؛ چې وسلې دملي اردو منسوبينو ته دعزت او ناموس  حيثيت لري او ترې ملاتړ کوي  اوپه دې  کې شک نشته چې ښايي  اشتباهات  وشي چې څوک دا کار وکړي  خو زموږ کشفي او حقوقي ارګانونه په دې لاره کې  جدي کار کوي  او هغه  څوک  چې په دغه شان کار لاس  پورې کوي قانوني  چلند به ورسره  کېږي.
مخکې له دې  د روسيې ځانګړي استازي په وار وار  ويلي و  چې طالبانو دوى  ته ويلي دي چې دغه ډله خپل جنګي وسايل له افغان امنيتي ځواکونو څخه  پيري.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته