روغتیا

دشينډنډ ولسوالۍ دروغتون دجوړولو کار پيل شو

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٩ :

دعامې روغتيا  وزارت سرپرستې ډاکترې ثريادليل دهرات  دوالي داودشاه  صبا په ملګرتيا ددغه ولايت دشينډنډ ولسوالۍ روغتون دجوړولو کار پرانست.

په دې  روغتون کې پنځوس بستري په پام کې نيول شوي دي  چې دامريکا دبيارغاونې دولايتي ټيم په مالي مرسته دپنځه اعشاريه  څلورو مليونو ډالرو په لګښت  جوړشي  .

ددغه روغتون په جوړولو سره به په دې سيمه کې دروغتيايي  ستونزو له پلوه  دڅه دپاسه اته سوه زره کورنيو ستونزي لري شي .

دعامې روغتيا وزارت  سرپرستې  په  هغې غونډۀ کې چې له همدي امله  په دغې ولسوالۍ کې  جوړه شوې وه خبري وکړي  دهرات ولايت  دپي آر ټي دټيم دمرستو له امله  يې قدر داني وکړه  او هيله يې وکړه  چې  دغه شان مرستي دپخوا په شان دعامې روغتيا  له وزارت سره  دوام وکړي .

په همدي ترتيب يوشمير نورو سيمه ييزو مسوولينو ، په ولسي جرګه کې  دهرات دخلکو يوشمير استازو  اودسيمي مخورو  دموضوع په باب خبري وکړي .

دعامې روغتيا وزارت سرپرستې دهرات ولايت ته ددغه سفر په بهيرکې ددغه ولايت ولايتي روغتون وکوت  ددغه روغتون دروغتيايي خدمتونو دڅيړنې  په ترڅ کې يې دهغه روغتيايي منسوبينو ته يې لارښونه وکړه چې اړو خلکو ته دښو روغتيايي خدمتونو په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته