ورزش

د پنجشير ټيم د ستاره آزادي ټيم ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٧
د کابل د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د پنجشير ټيم د يوې په وړاندې په دوو سره د ستاره آزادي ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د ديارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي پيل شوې او په دوام يې نن د ميوند او د امرخيلو ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته