امنیت

پنځه تنه وسله وال مخالفين په غزني کې ووژل شول .

کابل باختر دوري لسمه
پنځه تنه وسله وال مخالفين نن په غزني ولايت کې دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دغه کسان دغزني ولايت دمقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو له ځواکونو سره په نښته کې  ووژل شول .
له بلې خوا دملي اردو ځواکونو تيره شپه  دننګرهار ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې  دپلټنې عمليات ترسره کړل چې له امله  يې دوه تنه دتروريستي فعاليتونو په تور له يوموټرسايکل  او يوې تومانچې سره ونيول شول .
ديوبل خبر له مخې، دملي اردو منسوبينو پرون دوه  تنه له  دووکلاشينکوفونو ، شپږوماينونو او دوو کيلوګرامو اپينو سره په ارزګان ولايت کې ونيول
دغه کسان په ترينکوت ښار کې دګزمې په بهير کې ونيول شول او له دوى څخه تحقيقات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته