امنیت

طالبان دجګړې په ميدان کې ماتې او په ښارونوکې له خلګو څخه غچ اخستنه

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
په هغې اوونۍ کې چې تيره شوه مزدورو ډار اچوونکي دهېواد په ګوټ ګوټ کې دافغان دفاعي او امنيتي ځواکونو په وړاندې له پرله پسې  ماتو سره مخامخ شول
دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال جنرال  محمد رادمنش  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دملي اردو ځواکونو دتيرې اوونۍ په بهير کې په ډار اچوونکو ځپنده ګوزارونه کړي دي .
ده دجزئياتو په وړاندې کولو سره وويل: په کندز ولايت کې دتروريستانو د ځالو دړې وړې کيدل له کندز ښار او له شاوخوا سيمو سره يې دشيرخان بندر ، ددشت ارچي ، امام صاحب او دخان اباد دولسواليواو دتالقانو  ښار دمواصلاتي لارو پرانستل ، دالچين پله بياجوړول ،  د ډار اچوونکو له شتون څخه دکندز ولايت دقلعه ذال  ولسوالۍ پاکول دقندهار _ لښکرګاه او دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ دلارې پرانستل ، دپکتيا ولايت دجاني خيلو ، دغور ولايت دپسابند . دپکتيکا ولايت داومنې  او دغزني ولايت دګيرو په ولسواليو کې د ډار اچوونکو ځپل دامنيتي او دفاعي ځواکونو سترې لاس ته راوړنې دي او دغه راز دهېواد په بيلابيلو سيموکې دهېواد اوخلکو په دښمنانو په لسګونو نور ځپنده او وژونکي  ګوزارونه شوي دي .
دښمنانو په بدل کې په ښارونوکليو اوبانډو کې په ځانمرګو بريدونو او دملکي وګړو په دله ئيزې وژنې لاس پورې کړى  دى لکه څنګه چې تروريستانو دروان کال دوږي دمياشتې په پڼځلسمه نيټه په کابل ښار کې په ځانمرګو بريدونولاس پورې کړ او دښځو او ماشومانو په ګډون زموږ پنځه ديرش تنه بې دفاع اوملکي هېوادوال يې شهيدان او څه ناڅه سل تنه نور يې ټپيان کړل  او په لسګونوکورنۍ  يې دغم په ټغر کښينولې  چې په دې جمله کې دملي دفاع وزارت پنځه تنه منسوبين  چې دځانمرګو بريدونو دشهيدانو او ټپيانو دليږدونې په حال کې و هم شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته