امنیت

دکور نيو چارو وزارت اعلاميه

دروان کال دغبر ګو لۍ د مياشتې په ١٨ نيټه د پنجشنبې په اته نيمو بجو دسرپل ولايت په جيل کې د افغا نستان ددښمنا نو له خوا يو ايښودل شوي ماين وچاوديد .

له دغى پيښې وروسته د افغا نستان د اسلا مى جمهوريت د کورنيو چارو وزارت دسرپل ولايت د جيل چاروا کي ونيول او پوښتنې يي ورڅخه پيل کړي

دمقد ما تي څيړنې اود جيل له چاروا کو څخه دپوښتنو نتيجې څرګندوي چې د سرپل ولايت امنيه قو ما ندان ، دجيل مدير او ددغه ولايت د جيل يو شمير نورو چارواکو په خپلو دندو کې غفلت کړي دي په همدى دليل د کورنيو چارو و زارت دسر پل ولايت  د پو ليسو قو ما ندان او ددغه ولايت دجيل مدير په دندوکې دبي پروا يي او غفلت په دليل له خپلو دندو څخه ګو شه کړل

 دياد ونې وړ ده چې اوس د سرپل ولايت امنيه قو ما ندان اود جيل مدير او ددغه ولايت دجيل يو شمير چاروا کي  د زيا تو څيړنو لپاره کا بل ته را غو شتل شوې دي

په همدى حال کې د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت دمحترم مقام په لار ښوونه دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ دپو ليسو قو ما ندان له کاره ګو ښه کړى شو

دغه اقدام  د تګاب ولسوالۍ د امنيې قو ما ندانۍ په رهبري کې دښه والۍ او ددندې په ځاى کې ددغې ولسوالۍ د امنيې قوماندان له اندا زې زيات د نه شتون او په دنده کې د بي تفا وتي اوغفلت په دليل تر لاس لا ندې نيول شوى دى

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د کورنيو چارو وزارت دغه راز له فساد سره په جدي مبار زې د ملي پو ليسو دمنسو بينو په ټا کنو او ګوښه کولو کې دصداقت وړتيا او ژمنې په تحقق ژمن دى او ددغو اصولو رعايتول ، د پو ليسو دځوا کو نو د چارو دښه والۍ او ځوا کمنۍ په لاره کې مخ په وړا ندې يو ګام دى .

ټا کل شوې ده د کورنيو چارو وزارت د ګو ښه شويو کسا نو پرځاى نور غوره ژمن ، رښتينې اودندي پيژندونکۍ کسان ډير ژر د اړوندو چارو د پرمخ بيولو په مقصد په کار و ګو مارې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته