نړۍ

امريکا دايران پرخلاف نوي بنديزونه تصويب کړل

 

دامريکا دکانګرس داستازو مجلس دايران پرخلاف نوي بنديزونه تصويب کړي دي.

 ددغو بنديزونو هدف دايران پراټومي پروګرام دفشارونو زياتول  اودامريکا له بنديزونو څخه ددغه هيواد دتښتيدو دلارو بندول دى.

دامريکاداستازو په مجلس کې دنويو بنديزونوطرحه پرون دڅلورسوه يوويشتو مثبتو رايو اوشپږو منفي رايو تصويب شول.

دنويو بنديزوله مخې دايران دنفت اوګازو اوپتروشيمي له صنايعو اويا مرکزي بانک سره دشرکتونو اوحقوقي شخصيتونوهرډول همکاري منع کړى شوى دى.

دغه رازهغو کسانو ته چې له ايران څخه ددغه هيواد داوموتيلو دصادراتو په برخه کې مرسته کوي سزا په پام  کې نيول شوې ده.

سربيره پردې په نويو بنديزونو کې دغلو دانو په څير له نورو مالونو اوشيانو سره دايران داوموتيلو مبادلات منع کړي شوي دي.

داپه داسې حال کې ده  چې په مخکنيو بنديزونو کې يوازې دايران داومو تيلو په پلورنې  پورې اړوند مبادلي په پام کې نيول شوي و.

دايران ددولت دپورونو دپاڼو پيرودل اوپلورل هم په دغو بنديزونو کې شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته