امنیت

شپږ تنه وسله وال مخالفين له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .

-کابل باختر د لړم  نولسمه :
شپږ تنه وسله وال  مخالفين تيره شپه په غزني ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر اسد الله شجاعي  د باختراژانس خبريال ته وويل دغه جګړه دخواجه عمري ولسوالۍ دنوى ښارګوټې په سيمه کې ونښته چې له امله يې  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
ويل کيږي د ټپي طالبانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى  دى او هم ددريو تنو وژل شويو کسانو مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي،
دغه راز ددوى يوه اندازه چنګي وسايل  له يوې ليږدونکي واسطې سره  هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته