امنیت

په ننګرهارکې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې نن د يو لړ چاودنومخه ونيول شو ه.
  پوليس وايي: امنيتي ځواکونو د ننګرهار ولايت له څو واټونوڅخه د طالبانو له خوا ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډکړل .
  د ننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال وويل:  طالبانوغوښتل ددغو ماينونو په ښخولو سره په ملکي وګړو ډار اچوونکي بريدونه وکړي؛ خو بريالي نه شول .
  ده وويل: دغه ماينونه د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شول او د دغو ماينونو د ښخولو په تور تر اوسه پورې څوک نه دى نيول  شوى او د هغو د ښخولو  د عاملينو د نيولو لپاره  هلې ځلې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته