امنیت

په ننګرهار کې دنويو هوايي بريدونوله امله دطالبانو او داعش ډلو ته دسردروندزيان واوښت .

کابل باختر د زمري  دريمه :
په ننګرهار ولايت کې دافغان پوځيانو او دناتو دځواکونو په نويو هوايي بريدونوکې دطالبانو او دداعش ډلو ته دسردروندزيان واوښت 
په دغو هوايي بريدونو کې چې له نن سهار څخه دمازيګر تر څلورو بجو پورې  ددغه ولايت په ځينو سيمو کې دوام درلود ددغو دوو ډلو شپږ ديرش تنه غړي ووژل او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .
دطالبانو او داعش په سنګرونو دغه بريدونه دافغانستان او دناتو دهوايي پوځونو له خوا شوې دي
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو بريدونوکې دطالبانو او دداعش دډلو شپږ ديرش تنه غړي وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي .
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
له بلې خوا هم دننګرهار دوالي وياند وايي چې په دغو بريدونوکې دداعشيانو اوطالبانو څو سنګرونه دړې وړې شوې دي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دداعش دډلې دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې دننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې دناتو دبې پيلوټه جنګي الوتکې په بريد کې ويجاړې شوې دي
  ديوبل خبر له مخې  :دداعش دتروريستي  ډلې په څلورو تنو غړو په اچين ولسوالۍ کې په يوې امنيتي پوستې دبريد په وخت کې دپوځيانو له خوا ډزې وشوې اوووژل شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته