کابل، د غرګولي ۲۹ مه، باختر
د بدخشان د پوهنې ریاست وايي، چې د دغه ولایت په پامیر واخان کې به د زده کوونکو ستونزو ته رسيدګي وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان په پامیر کې د پوهنې زده کوونکو د ښوونکو او د درسي توکو له نشتوالي څخه اندېښمن دي او ویلي يې دي، چې د دریو میاشتو په بهیر کې د بدخشان په دغه برخه کې د ښوونځي لوست نه دی پیل شوی.
زده کوونکو په بدخشان کې د پوهنې له مسوولینو غواړي، چې د دوی ستونزو ته رسيدګي وکړي او ژر دې سیمي ته کتاب او ښوونکي ولېږدوي.
په همدې حال کې د بدخشان د پوهنې ریاست د کتابونو او د ښوونکو نشتوالی مني او دغو ستونزو ته د رسيدګۍ لپاره د هڅو خبر ور کړ.
د بدخشان د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول نادر نادري وویل: په داسې حال کې چې په دغې ولسوالۍ کې بې پروايي شوې ده د پامیر د پوهنې آمریت ته لارښونه ورکوو چې ډير ژر د پامیر ستونزو ته رسيدګي وکړي او په ښوونځي کې یې په عملي توګه لوست پیل شي.
په ټوله کې په کوچني او لوی پامیر کې ۳ ښوونځي او ۲۴۸ زده کوونکي شتون لري چې ۷۴ تنه یې نجونې دي.
ع